د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما له کانګرسه د افغانستان او عراق لپاره مالي مرسته غوښتې


امریکايي ولسمشر باراک اوباما په افغانستان او عراق کې د وسله والو پر ضد جګړې لپاره له کانګرسه د ۱۱،۶ اربه ډالرو اضافي پیسو غوښتنه کړې ده.

په دې غوښتنه کې راغلي چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو او په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د جګړې لپاره دې د دفاع وزارت (پېنټاګان) ته اضافي ۵،۸ اربه ډالره ورکړل شي.

ورسره، د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا نړیوالې پرمختیا ادارې (یو اېس اې ای ډي) لپاره هم د ۵،۸ اربه روپیو غوښتنه شوې چې موخه یې ((د سختدریځۍ مخنیوي)) چارې پر مخ وړل دي.

د دې پیسو یوه برخه به د افغان پوځ هېلېکاپټرو ځواک عصري کولو او په افغانستان کې د امریکايو سرتېرو د لګښتونو پوره کولو لپاره کارول کېږي. د استازو جرګې پوځي خدماتو کمېټۍ مشر میک تارنبیري وايي، د ولسمشر غوښتنه به وویني خو د ده په باور د کمو پیسو غوښتنه شوې.

ده وویل، ((د اسلامي دولت ډلې پر ضد د عملیاتو زیاتېدونکې اړتیا ته په کتو، غوښتل شوې پیسې کافي نه دي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG