د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني وايي ټرمپ اټومي موافقه نشي بدلولای

تهران - ایرانی ولسمشر حسن روحاني وايي، د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خبرداریو سربېره ممکنه نه ده چې له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د تهران اټومي موافقه ختمه کړل شي.

د ایران دولتي ټېلېوېژن د نومبر پر نهمه د روحاني په حواله په خپل خبر کې وویل چې نوموړي د کابینې غونډې ته ویلي چې اټومي توافق له یوه هېواد یا یوه حکومت سره نه دی لاسلیک شوی بلکې دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک له لارې منظور شوی دی.

روحاني غونډې ته وویل، دا شونې نه ده چې یو حکومت دا موافقه بدله کړي.

په ۲۰۱۵ز کال کې نړیوالې ټولنې پر ایران لګېدلي بندیزونه په دې شرط لرې کړل چې هغه هېواد به خپل اټومي فعالیتونه کموي.

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل کیمپېن پر وخت دا تړون ((ناورین)) بللی وو او ویلي یې ول چې د دې منسوخول به یې له لومړیتوبونو څخه وي.

په ورته وخت کې په ایران کې ځېنې وګړي هم د دې موافقې او د واشنګټن و تهران اړیکو په اړه اندېښمن دي.

په تهران کې ځېنو کسانو اژانس فرانس پرېس ته ویلي، د ټرمپ لپاره به دا ممکنه نه وي چې اټومي تړون منسوخ کړي ځکه چې دا موافقه کانګرس منظوره کړې.

د ټرمپ انتخاباتي بریا او تړون په اړه د څو ایرانیانو نظر په لاندینۍ ویډیو کې.

ایرانیان د ټرمپ بریا په اړه بېلا بېل نظرونه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:19 0:00

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG