'فاټا دې منځنۍ پښتونخوا وبلل شي'
په پېښور نښتر هال کي د فاټا سټوډنټس ارګنایزېشن په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې قبایلي سیمې دې د ۲۰۱۸م کال تر ټولټاکنو وړاندې له خیبر پښتونخوا سره یوځای کړل شي. دوی وویل چې د پاکستان پارلېمان کې دې د فاټا ښځو ته هم استازیتوب ورکړل شي. د غونډې یوه ویناوال وویل چې نور دې قبایلي سیمو ته فاټا نه بلکې منځنۍ پښتونخوا وویل شي. له پېښوره د مشال راډيو خبریال غلام غوث ویډیو راپور