د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر ایجنسي: چارواکي د مشکوکو وسله والو او درنې وسلې نیولو ادعا کوي


د پاکستان په قبایلي سیمو کې چارواکي وايي، د خېبر ايجنسۍ په جمرود او ځینو نورو سيمو کې يې د عملياتو پرمهال يو شمېر مشکوکه کسان او درنه وسله نيولې ده.

د خېبر ايجنسۍ پولیټیکل چارواکو د ګل په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د جمرود ځينو سیمو نه يې کرفیو لرې کړې، جمرود بازار يې خلاص کړی او د پیښور او تورخم ترمنځ لویه لار يې هم د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه کړې ده. خو د چارواکو په خبره په جمرود کې به د امنیتي ځواکونو هدفي عملیات جاري وي.

امنيتي ځواکونو په يادو سيمو کې وروستو له هغې عمليات پېل کړي او پرون يې د څه وخت لپاره کرفېو لګولې وه چې د تېر خالي په شپه د جمرو په تخته بېګ چېک پوسته وسلوالو برید وکړ او د امنيتي ځواک يو سرتيرې يې مړ او درې يې ژوبل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG