د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوبې د حقونو لپاره به ټول ګوندیزه غونډه رابلو:جماعت اسلامي


د پاکستان جماعت اسلامي ګوند وايي، د مرکزي حکومت له لورې خيبر پښتونخوا صوبې ته د حقونو نه ورکولو او په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې دغه صوبه له پامه غورځولو پر ضد ټول ګوندېزه غونډه رابلي.

پرون د دې ګوند يو صوبايې مشر مشتاق احمد خان په چارسده کې يوې غونډې ته وويل چې ټول ګونديزه غونډه به په پېښور کې د روانې مياشتې په ۱۵ مه نېټه کېږي. نوموړي تور پورې کړ چې مرکزي حکومت خېبر پښتونخوا ته د قامي مالياتي ايوارډ ځنې برخې او د بجلۍ بقاياجات نه ورکوي . بلخوا د پاکستان مرکزي حکومت په وار وار ويلي دي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ګټې به ټولو صوبو ته يو شان رسي خو د خېبر پښتونخوا زياتره سياستوال او ولسي مشران تور پوري کوي چې د دې زياتره ګټه پنجاب صوبه وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG