د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د تشدد په جلا پېښو کې ووه تنه وژل شوي


په پاکستان کې د تشدد په بېلا بېلو پېښو کې د دوو مذهبي عالمانو په ګډون ووه تنه وژل شوي دي.

د کراچۍ پوليس چارواکو نن مشال راډيو ته وويل چې پرون په دې ښار کې دوه مذهبي عالمان او درې عام وګړي ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژلي دي. بلخوا ناقانونه ګرځول شوي ډلې ((اهل سنت والجماعت)) رسنيو ته ويلي دي چې وژل شوي پنځه واړه کسان د دوی د ډلې غړي دي . پر دې سربېره د بلوچستان په اواران او لهړي سیمو کې دوه عام وګړي په دوو بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG