د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې عطايي طبیبانو روغتیايي ستونزې جوړې کړې


د مومندو په لرو پرتو سیمو کې د غیر تربیت یافته عطايي طبيبان له وجی د هغو سيمو اوسيدونکی ډیرو ستونزو سره مخ دی.

د مومندو بيله بيلو سيمو اوسيدونکو له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چی په سرکاري روغتونونو کې د ډاکټرانو نيشتوالي له وجې عطايي طبيبانو شمېره ډېر زياته شوې ده.

د سيمي يو اوسيدونکې ګل شاه ساپي وایي چې حکومتي چارواکو ته یې په بيا بيا وینا کړي خو د دې باوجود د عطايي طبيبانو پرضد ګامونه نه اخستل کېږي.

ده وويل، ''دغه کسان په پېښور کې يو ډاکټر سره یا د دوايانو په دکان کې یو کال تېر کړي، او او بیا ((مومندو ته)) راشي. دوی دلته خپل دکانونه پرانېزي، خلکو ته دوایانې ورکوي، او درملنه یې کوي. زموږ په اېجنسۍ کې سرکاري روغتونونه شته خو نه پکې دوايانې شته او نه هم ډاکټران. په دې حالاتو کې خلک مجبوره شي، چې عطايي طبيبانو ته د درملنې لپاره ورشي.))

د امبار سيمې اوسیدنکي احمدیار خان هم په هغه علاقه کې په سرکاري روغتون کې د ډاکټرانو د نيشتوالي شکايت کوي. ده زياته کړه، که د چا تبه وي، نو ((عطايي طبيبان)) ورته د ژیړي دوايي ورکوي. هم دغه وجه ده چې د ناسمو دوايانو له وجې ناورغان مړه شي.

د دوی په خبره د خزاني او حد ((امبار مومندو)) روغتونونو کې ډاکټران نشته، نو دوی مجبوره شي، چې خپل ناورغانو درملني لپاره باجوړ او يا پېښور ته مخه کړي.

بلخوا اېجنسي سرجن ډاکټر شاد محمد له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د عطايي طبيبانو پرضد به کاروایي کوي.

ده وويل، "موږ د مومندو د صحت محکمي سره خبري کړي، او دولسو ډاکټرونو مو په عارضي توګه دغو سيمو ته ليږلي دي، چې په کې د امبار په ګدون نورو تحصیلونو کې کار کوي. د دي ترڅنګ نور ډاکټران به هم هغو سيمو ته وليږي، چرته چې اړتيا ده."

د مومندو اته تحصیلونه دي، او په سیمه کې د عطايي ډاکټرانو شمېر تر اوسه معلوم نه دي، خو حکومتي او غیر سرکاري ادارو د شمېرو ترمخه اداری په هر يو تحصيل کې شاوخوا ۴۰ عطايي طبيبان کار کوي.

XS
SM
MD
LG