د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان اجراییه رییس شانګهای سرمشریزه کې ګډون کوي


ټاکل شوې د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په هدف سبا د قرغزستان مرکز بیشکیک ته ولاړ شي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم مشال راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به په دغه سرمشریزه کې له یوې اجنډا سره ګډون وکړي.

(د دې سفر هدف هم د شانګهای په ناسته کې ګډون دی او ټاکل شوې اجراییه رییس په دغه ناسته کې د افغانستان پر بشپړ غړیتوب بحث وکړي.)

نوموړی وایې، د حکومت اجراییه رییس به د شانګهای غړیو هېوادونو له استازیو سره په جلا لیدنو کې د افغانستان سولي او امنیت په اړه هم وغږېږي.

د شانګهای همکارۍ سازمان کې چې د اقتصادي، پوځي او سیاسي همکاریو په هدف په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رامنځ ته شو، روسیه، چین، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان دایمي غړیتوب لري.

تمه کېږي هند او پاکستان هم په دغه سازمان کې د دایمي غړیو په توګه و منل شي.

افغانستان، ایران، بيلاروس او منګولیا د شانګهای همکارۍ سازمان څارونکي هېوادونه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG