د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اسناد نه لرونکو کډوالو سره مرستې پیل شوې


افغان حکومت له پاکستانه ستانه شویو بې اسنادو کډوالو سره د بیړنیو مرستو بهیر پیل کړ.

د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مرستو دغه لړۍ د تورخم په بندر کې سر له دوشنبې ورځې پیل شوه.

د ننګرهار والي ګلاب منګل خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت له نا راجسټر شویو کډوالو سره د مرستې په هدف ۱۰۰ میلیونه افغانۍ په نظر کې نیولي او هر ورستنېدونکي بې اسناده کډوال ته به ۳۳۵۰ افغانۍ ورکړل شي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له پاکستانه څه باندې څلور نیم لکه کډوال هېواد ته ورستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا یو لک او نوي زره یې بې اسناده دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG