د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف وايي پولیسو یې دوه کارکونکي وژلي


پاکستان تحریک انصاف وايي، د دوی دوه غړي د پوليسو له لوري پاشلي اوښلن ګېس له کبله مړه شوي دي.

د دې ګوند يو مشر شاه محمود قرېشي د سېشنبې ورځ رسنیو ته وويل چې بېګا شپه اسلام اباد ته یې د ګوندي غړیو داخلېدو مخنيوي لپاره پوليسو پر هغوی اوښلن ګېس کارولی چې په نتيجه کې يې دوه کارکنان ووژل شول.

بلخوا له خېبر پښتونخوا د وزيراعلا پرویز خټک په مشرۍ کاروان بیرته صوابۍ ته پر شا شوی دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا د احتجاج اعلان تر هغه وروسته شوی کله چې د يوې بهر ميشتې کمپنۍ په اسنادو پاناما ليکس کې په تورن ډول د نواز شريف د اولادونو نومونه راغلل چې له پاکستانه بهر جايدادونه لري. له همدې کبله ياد ګوند د وزيراعظم د استعفا غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG