د لاسرسي ځای

تازه خبر

'راهدارۍ لپاره پر بټګرام ولس فشار اچول کېږي'


د پښتونخوا ولسي تحریک وايي د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یوې برخې جوړولو لپاره د بټګرام انتظامیه له ځايي خلکو ډېره په ارزانه بیه زمکې اخلي او خلک په دې کار ناخوښ دي.

د تحریک مشر سیدعالم مسود وايي ځايي کمشنر پر خلکو فشار راوړي چې زر تر زره دې خپل کورونه او مځکې پرېږدي ځکه چې دا د نقشې لاندې راغلي او د اقتصادي راهدرۍ برخه به جوړېږي.

د چین ـــ پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ پر سر دا نوی ناندرۍ مخې ته راغلی، پر دې پروژې د پښتونخوا سیاسي ګوندونه دا نیوکه هم کوي چې د کړیو ژمنو سره سم د پښتونخوا په خاوره د اقتصادي راهدارۍ لارې نه جوړېږي. خو وفاقي حکومت وايي چې غربي لاره جوړول یې ترجیح ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG