د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د غور او پیچیراګام په پېښو کې ککړ به هرومرو سزا وویني'


افغان ولسمشر ډاډ ورکړي چې د غور ولایت او د ننګرهار د پچیراګام د ولسوالۍ د وروستیو پېښو عاملینو ته به سزا ورکوي.

محمد اشرف غني نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د غور ولایت او د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ پېښې خفه کونکې دي.

" غواړم دا اطمینان در کړم چې عدالت به په قانوني توګه عملي شي او د پېښو قاتلین به خپله سزا وګوري."

تېره اوونۍ د غور ولایت د فیروزکوه په یوې اړونده سیمه کې داعش ته منسوبو وسله والو ۳۰ ملکي وګړي ووژل.

له دې وړاندې داعش د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هم ملګي کسان وژلي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG