راپورونه وايي، په یمن کې د سعودي په مشرۍ اتحادي ځواکونو په یوه بندي خانه هوايي بریدونه کړي چې پکې لسګونه کسان وژل شوې دي.
امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، د شنبې پر ورځ د حدیده په مغربي بندرګا کې د امنیتي ځواکونو مرکزي دفتر په نښه کړل شو. دا ښار د هغو شیعه حوثي یاغیانو تر ولکې لاندي دي چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسي له حکومت سره جنګېږي. د حوثي یاغیانو رسنۍ د مړو شمېر ۴۳ یادوي. له دې پیښي څو ساعته وړاندی د سعودي په مشرۍ اتحادي ځواکونو په مغربي ښار تایز کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بریدونه کړي ول چې پکې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شو.
د روانې میاشت په پيل کې د یمن په سرښار صنعا کې هم د جنازې پر مراسمو هوايي برید وشو چې په نتیجه کې یې ۱۴۰ تنه ووژل شول.