د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لېسټه ایستلو لپاره هلې ځلې روانې دي


افغان چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو له تور لېسټه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نوم ایستلو پروسه به ژر پیل شي.

له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د تړون د اجرايي کمیسیون د حکومتي پلاوي مشر اکرم خپلواک د شنبې یا خالي پر شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل، په دې اړه تر ډېره کار شوی او ژر به غوښتنلیک ترتیب او ملګرو ملتونو ته واستول شي.

له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې تړون شاوخوا یوه میاشت مخکې لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG