د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې اوه کسان يې د غلا، سړي تښتونې، قتل او د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د خوست امنیه قوماندان فیض اله غیرت د یکشنبې په ورځ مشال راډیوته وویل چي دا کسان له یوه شمېر وسلو سره د یاد ولایت په بېلابېلو سیموکې نیول شوي دي.
ښاغلي غیرت وايي که څه هم په دغه ولایت کې په ټولیز ډول د جنايي جرمونو ګراف لوړ نه دی خو که چیرې دا ډول پېښې مخې ته راځي، نو کشفي او امنیتي منسوبین هڅه کوي، چې تورن کسان تشخیص او ژر يې د قانون منګولو ته وسپاري.