د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان: په یو کور توغندی لګېدلی، ۷ کسان وژل شوي

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي په یو کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او یو نجلۍ ټپي شوې ده.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري مشال راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو لخوا دغه توغندی فایر شوی و.

ښاغلی بابري زیاتوي چې په وژل شویو کې یوه ښځه او څلور ماشومان هم شامل دي او یوه وړه نجلۍ ټپي شوې ده.

تراوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG