د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د قطر سفارت به ډېر ژر پرانېستل شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د قطر سفارت پرانیستنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مثبت ګام بولي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن مشال راډیو ته وویل چې په کابل کې د قطر سفارت به ډېر ژر پرانېستل شي.

د نوموړي په خبره په کابل کې د قطر د سفارت د پرانېستلو موضوع ولسمشر اشرف غني هغه هيواد ته د سفر پرمهال د قطر بهرنیو چارو له وزیر سره کړي وه.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو په اړه رپوټونه ورکړل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG