د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسي جرګې په غور کې د عامو خلکو وژنه په سختۍ غندلې


د افغانستان د ولسي جرګې غړو په غور کې د بې ګناه خلکو وژنه په کلکه وغندله او دایی غیر انسانی عمل وباله.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر چې نن یې د جرګې مشري هم کوله له حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې ژر تر ژره په پيښي کې ککړ کسان د قانون منګلو ته وسپاري.

د تیرې نهې په ورځ د غور مرکز پورې مربوط په کاسي کلي کې وسله والو کسانو چې ځانونه یې داعش پورې اړوند بللي وو شاوخوا دیرش ملکي وګړي په ډزو ووژل ، پنځه تنه یې زخميان کړل او شپږ نور یې نا معلوم ځی ته بوتلل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG