د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا واسیع: د کوټې په برید کې بهرني استخبارات لاس نه لري


د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر مولانا عبدالواسیع وايي ، د کوټې پر پولیس مرکز په برید کې بهرني استخبارات لاس نه لري.

نوموړي د چارشنبې په ماښام په کوټه کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د اپوزېشن غړو د دې برید پر ضد عدالت ته د تلو پرېکړه کړې ده.

وزیراعلی نواب ثنالله زهري اعلان وکړ چې د پولیسو پر دې روزنیز مرکز د برید پلټلو لپاره یې د کوټې د پولیس مشر اعتزاز ګورایه په مشرۍ کې یو کمېشن جوړ کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د سېشنبې په شپه د کوټې په سریاب سیمه کې وسله والو د پولیسو پر یو روزنیز مرکز برید وکړ. په دې برید کې لږ تر لږه یو شپېته کسان ووژل شو او تر یو سل شل زیات ټپیان شو.

د بريد مسوليت داعش او د پاکستاني طالبانو د حکیم الله مسود ډلې منلی خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر ویلي چې لښکر جنګوي «العالمي» ډله په دې برید کې ښکېله وه کومې ته چې د دوی په وینا له افغانستانه لارښوونه کېده.

XS
SM
MD
LG