د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقیو او کرد ځواکونو په موصل عملیاتو کې پرمختګ کړی


د اکتوبر په ۲۴مه د عراق امنیتي او کرد ملېشا پېشمرګه ځواکونو له داعش وسله والې ډلې د موصل ښار بیرته نیولو په عملیاتو کې پرمختګ کړی دی.

دا عملیات په داسې وخت کېږي چې د ترکي او بغداد تر منځ تعلقات ترینګلي دي. انقره اصرار کوي چي د موصل ښار د بریته نیولو په عملیاتو کې شامل دي خو بغداد دغه دعوې ردوي.

عراقي ځانګړیو ځواکونو له موصل ښار سره نږدې په خازنه، خازنه تابه او توب زاوه کلیو باندې حملې کړي دي. تر حملې پس دغو ځواکونو هغو لسګونو ولسی وګړو ته د وتو اجازت ورکړی چې له جګړو تښتېدلي ول او د سکول په يوه ودانۍ کي پټ ول.

XS
SM
MD
LG