د افغانستان غزني والي وايي چې د دغه ولایت د نسکورولو پلان شنډ کړل شوی دی.
عبدالکبیر متین د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د پنځو ولایتونو د نیولو نیت کړی وو چې غزني هم پکې و خو د پوځي عملیاتو په پایله کې یې پلان شنډ شو.
د هغه په وینا، د غزني په اندړو، قره باغ، ګیرو، ده یک او واغز ولسوالیو کې د "سلطان" په نوم پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل چې په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته زیات تلفات رسېدلي دي.
وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.