د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند والي وايي لښکرګاه له امنیتي ګواښونو خوندي شوی دی


د هلمند والي حیات الله حیات وايي د یو لړ پراخو عملیاتو په نتیجه کې د لښکرګاه ښار له امنیتي ګواښونو خوندي شوی دی.

ښاغلي حیات پرون شپه مشال راډیو ته وویل دا عملیات د قهر میوند په نوم د لښکرګاه په شاوخوا سیمو او ځینو ولسوالیو کې پیل شوي چې په نتیجه کې یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

په هلمند کې دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې د سیمه ییزو چارواکو په خبره وسله والو مخالفینو په تېرو څو اوونیو کې لسګونه افغان سرتیرو ته مرګژوبله اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG