د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجیدخان اڅکزی: بلوچستان کې څلور سوه اربه روپۍ ورکې دي


مجیدخان اڅکزی: بلوچستان کې څلور سوه اربه روپۍ ورکې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

په بلوچستان کې د روغتیا او تعلیم په اړه د عمومي احتساب کمېټۍ (پبلیک اکاونټس کمېټۍ) چیېرمېن مجید خان اڅکزي ویلي دي چې په تېرو۱۷ کلونو کې په یادو دواړو محکمو کې نه یوازې په لویه کچه درغلي شوي ده بلکې په عملي توګه له ناکامۍ سره مخامخې دي. د نوموړي په وینا چې په صوبه کې ۵۰ زره مامورین داسې دي چې حکومتي تنخاګانې اخلي خوکار ته نه ورځي.

د صحت او تعلیم په باب د ترسره شوې یوې غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او د عمومي احتساب کمېټۍ چیرمیېن مجید خان اڅکزي وویل چې په تېرو۱۷ کلونو یوازې د تعلیم او روغتیا په ادارو کې تر څلور سوه اربه روپيو زیاتې پیسې ورکې کړل شوې دي.

هغه وویل، په کليوالیو سیموکې په ناقانونه توګه درملتونونه خلاص شوي دي اود خلکو له ژوند سره لوبې روانې دي.

(په هر کلي کې پر هر سړک باندې په هره کوڅه کې د دوایانو یوه دکان یا مېډیکل سټور دی. او دا هم نه ده مالومه چې د درملتون چلوونکی د مېډیکل سټور چلولو قانوني سند هم لري که څنګه. او د دوایانو یې هم پته نه لګېږي چې تر مودې خو نه دي تېرې. په ټوله دنیا کې دا قانون دی چې مېډیکل سټور بې د ډاکټر له پرچۍ داويي نه شي ورکولای. اوس خو په مېډیکل سټور کې یو عام سړی د خلکو د وینې فشار هم ګوري، سټېتيسکوپ کاروي. او له خپلې مخې دوایانې ورکوي. حالات دومره خطرناکه شو ي دي چې د سر دړد لپاره سټیرایډ دوا ورکول کېږي چې دغه دوا یوازې په هغو حالاتو کې یو ناروغ ته ورکول کېږي چې نورې دواګانې اثر پرېږدي.

مجید خان زیاته کړه چې د سینده حکومت و بلوچستان ته د کروړونو روپيو دوایانې ورکړې وې خو هغه استعمال نه شوې، تر وخت تېرې شوې او اوس په مېډیکل سټورونو کې خرڅېږي.

مجیدخان وویل، دغه حال د تعلیم هم دی ځکه چې د تعلیم په محکمه کې ۲۰ زره استادان تنخاګانې اخلي خو کار ته نه ځي.

(د تعلیم ادارې چارواکي وايي، چې دوی د تعلیم ضلعي افسر په اړه د یوه استاد او یا په دغه اداره کې د یوه بل سرکاري ملازم په اړه رپوټ اخلي، خو زما دلیل دا دی چې هم دغه د تعلیم ضلعي افسر په غلا غدیو کې لاس لري. نوی نظام په څه جوړېږي.

مجید خان زیاته کړه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند په صوبه کې د تعلیم سمولو لپاره هلې ځلې روانې کړي دي او غواړي چې هرماشوم په سکول کې داخل کړي. هغه وویل حکومت به دا هڅه هم کوي چې د ټولو ماسټرانو ډګریاني وګوري. دیادوني وړده چې د تعلیم محکمه له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره ده.

XS
SM
MD
LG