د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرات امنیتي کنفرانس نن پای ته رسېږي


د افغانستان په هرات کې د سیمه ییزو امنیتي خبرو اترو پنځم کنفرانس نن پای ته رسیږي .

د دې کنفرانس د جوړونکي د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیوټ مشر داود مرادیان وايي، د کنفرانس په پای کې به له پاکستان سره د دوه اړخیزو امنیتي خبرو اترو شپږم دور او له هندوستان سره دویم دور ترسره شي .

د داود مرادیان په وینا ، همداسې به د افغانستان ، ایران او هندوستان ترمنځ هم یوه درې اړخیزه غونډه وشي .

په دې کنفرانس کې شریک د پاکستاني پلاوي یو غړي بریګېډیر سعاد محمد خان نن مشال راډیو ته وویل چې د چین سفیر د کنفرانس برخه والو ته وویل چې د افغانستان مسله ډېره پېچلې ده.

د هرات د امنیتي خبرو اترو دا پنځم کنفرانس د هرات د ښار په تاریخي کلا کې کې جوړ شوی چې د پنځلس هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ۱۲۰ استازو په کې برخه اخیستې ده.

په کنفرانس کې د افغانستان او سیمې د هیوادونو پر امنیتي حالت بحث کیږي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG