د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد په کابل او بلخ کې بریدوونه وغندل


اسلام اباد: د بهرنیو چارو وزارت بېګا ماښام په یوه بیان کې وویل، پاکستان په هره بڼه او شکل د ترهګرۍ غندنه کوي. د سېشنبې او چارشنبې پر ورځو په کابل او د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د اهل تشیع پر ماتمي غونډو په حملو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) د کابل برید ذمه واري منلې. تر دې مخکې په ۲۰۱۱ز کال کې په کابل کې د شییعه ګانو پر ماتمي غونډې حمله شوې وه چې مسوولیت یې لشکر جنګوي وسله والې ډلې منلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG