د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز: وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې د کندز ښار په جګړو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډيو ته وویل چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو ۲۲ قومندانان هم وژل شوې دي.

« د دوې ۲۲ قومندانان چې د کندز جګړه یې مخ ته وړله ټول د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي، یعني وسله والو مخالفانو ته په تیره یوه اونۍ کې دغلته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

نوموړي وویل چې دامهال کندز ښار په بشپړ ډول تصفیه شوی او خلک کولی شي چې خپلو سېمو ته بیرته ورشي.

خو وسله والو طالبانوتراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG