د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو ائیني بدلون او پر افغانستان یې اغېز


په فاټا کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره د کمېټۍ غونډه
په فاټا کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره د کمېټۍ غونډه

له تېرې څه مودې راهېسې د پاکستان مرکزي حکومت د یوې تګلارې له مخې د قبایلي سیمو په انتظامي او اییني حیثیت کې بدلون راوستلو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

په دي اړه د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د خپل بهرنيو او امینيتي چارو د صلاکار سر تا ج عزيز په مشرۍ کي د اعلی کچې يوه شپږ کيسزه کميټي هم جوړه کړې چي د يادو سیمو د خلکو سره له ليدو نه پس یې خپلې سپارښتنې ترتیب کړي او دا مهال پرې د پاکستان په پارلیمان کې بحث روان دی.

قبایلي سيمي د افغانستان سره په پوله پرتې دي او د دغو سیمو افغانستان سره يو تاريخي، ټولنيز او معاشي تړون دی. دا چې د يادو سیمو په اييني اوانتظامي حيثيت کي بدلون به په افغانستان څه اثر ولري؟ دديې پوښتني په ځواب کي کارپوه حسن عسکري وايي چي د فاټا انتظامي حیثيت که هر څه وي خو قبايلي سيمي افغانستان سره يوه ډېره زړه تاریخي او ټولنيزه رشته لري او پاکستان له به د هغه رشتې تقدس ساتل ضروري وي:

« له افغانستان سره د تګ راتګ او اړيکو چي کومه رشته ده، د هغې خوندي ساتل لازم دي، ګني ډېرې ستونزې به ترې جوړې شي. بله لويه ستونزه د افغانستان هغه شکايتونه دي چي د هغوی په اند قبايلي سيمي د افغانستان پر ضد کاريږي او غير ریاستي عناصر د قبايلي سيمو له لارې افغانستان ته اوړي، خو زما په اند د دې ستونزې حل به د دواړو هيوادونوله ګډې همکارۍ سره راووځي، ځکه چي له پولې اوړېدل، راوړېدل دوه اړخیره معامله وي او چې کله دواړه هیوادونه همکاري شروع کړي نو بیا به معاملات په شه لوري روان شي. »

خو د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مو مند بیا وايي چې د قبايلي سيمو په انتظامي حیثيت کي هر ډول بدلون به د افغانستان په امنيت بده اغيزه ولري:

رستم شا مومند
رستم شا مومند

« ددي بدلون له امله به په قبايلي سيمو کي يو اړی ګړی رامنځته شي او څرګنده خبره ده چي ددې اغيز به په افغانستان هم وي، ځکه چي قبايلي سيمي د يوې داسې کرښې له لارې بیلې شوې دي چي د زمکني حقيقت با لکل څه نښه نه لري، لکه د خيبر قبايلي سيمي د شلمان په سیمه کي ما داسی کورونه ليدلي چی دغه د سرحد کرښه یې په منيخ کی تيره شوي ده، پکار دا وه چي په دغو سیمو کي په نافذ قانون ايف سی آر کي د قبايلي ولس په خوښه بدلون راوستل شوی وای او د هغوی په خپله زمکه د اختيار حق منل شوی وای. »

بل پلو له مشال راډیو سره په يوه ځانګړې مرکه کې د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ويلي دي چې د قبايلي سيمو انتظامي او ايینی حيثيت کي بدلون د ټولي سيمی امنيت سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG