د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګي برید څلور تنه ملکي وګړي ټپیان کړي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي،چې نن شنبه شاوخوا درې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند رینګ روډ باندې افغان ځانګړو ځواکونو پلټنې تر سره کولې چې یو تن بریدګر چې په ځان پورې یې چاودونکي توکي تړلي وو، د پلټنې په ځای کې ځانته چاودنه ورکړې چې له امله یې څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي چې روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي وايي چې نن له غرمې مخکې هم په رینګ روډ د بهرنیو ځواکونو په کاروان چاودنه شوې چې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خو سرچینې وایي چې دوه تنه بهرنیان په کې ټپیان شوي دي.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه را استول شوي پیغام کې دعوه کړې چې په دغه پیښه کې یې شپږ تنو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG