د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امبار جومات کې د ځانمرګي برید ښکار لقمان سا ورکړه


د مومندو پای خان امبار جومات کې د ځانمرګي برید ښکار یو ټپي لقمان د زیارت په ورځ مړ شو.

شل کلن لقمان چی د پای خان کلي امبار د اول ګل زوی وو، د تېرې میاشتي په شپارلسمه نېټه د جمعه ګل نومي تن په جماعت کې د جمعې لمانځه ته ورغلی وو، چی ځانمرګي برید کې سخت ژوبل شوي وو.

لقمان له چاودنې شل ورځې پس د پېښور په یو روغتون کې سا ورکړه.

یاده دی وي چې په هغه ځانمرګي برید کې ۳۶ تنه چې ۳۵ یې ځوانان او او ماوشمان ول وژل شوي ول. خو د لقمان له مړینې سره د مړیو شمېره ۳۷ تنو ته ورسېدله.

د هغې پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار قبوله کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG