د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پوځ وايي،یو سرتېری یې په افغانستان کې وژل شوی


د امریکا پوځ تائید کړه چې یو سرتېری یې د افغانستان په ختیځ کې د ګزمې پر مهال وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سې شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د عملیاتو پر مهال په یوه چاودنه کې دا سرتېری ووژل شو خو بل کوم امریکايي یا افغان سرتېري ته مرګ‎ژوبله نه‌ده اوښتې.

د پنټاګون په بیان کې راغلي چې د امریکايي پوځیانو موټر هغه مهال د سړک غاړې د ماین چاودنې ښکار شو چې غوښتل‌یې له افغان پوځیانو سره مرسته وکړي.

د داعش وسله‎والو د دې پېښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې د چاودېدونکو موادو په واسطه‌یې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان او امریکايي پوځیان په نښه کړل او درې افغان سرتېري یې هم په دې پېښه کې ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG