د افغانستان په هلمند ولایت کې امنیتي چاواکي وايي، دا مهال د لښکرګاه په دوهمه او درېیمه امنیتي حوزو کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو تر منځ دوام لري.
د راپورونو له مخې وسلهوالو مخالفینو د مارجې او نادعلي عمومي لارې تړلي دي.
ویل کېږي چې وسلهوال هڅه کوي څو د درېیمې امنیتي حوزې له لارې ځانونه د هلمند د سیند څنډو ته ورسوي.
د لښکرګاه ښار په ختیځ کې د جګړو دوام د دې لامل ګرځېدلی، څو خلک خپل کورونه پرېږدي او د دوی په وینا د جګړې په اوږدېدو سره به خلک د لوږې له خطر سره مخامخ شي.