د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: پاکستان یوازېتوب لوري ته روان دی


اسفندیارولي خان له مشال راډیو سره خبرې کوي
اسفندیارولي خان له مشال راډیو سره خبرې کوي

د عوامي نېشنل ګوند مشر وايي، پاکستان له پکار دي چې په خپلو پالیسو کې بدلون راولي.

اسفندیار ولي خان د خالي په ورځ له مشال ریډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په اوسنیو شرایطو کې یو هیواد هم له پاکستان سره خبرو کولو ته تیار نه دی نو باید پاکستان په خپلو کړنو له سره فکر وکړي.

« اوس داسې ښکاري چې پاکستان بیخي یوازې شوی دی. د سارک په غونډه کې د هندوستان، افغانستان او د بوټان د ګډون کولو نه انکار ښايي چې پاکستان په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې جدي بدلونونو ته اړتیا لري. »

اسفندیار ولي خان دا هم وویل چې پاکستان دې له خپلې خاورې افغان کډوال په زوره نه باسي، ځکه له دې سره هم د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG