د کندهار په میوند ولسوالۍ کې نن پنجشنبه سهار د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائيدوي او وايي چې دا پېښه د ميوند ولسوالۍ په چشمو سېمه کې شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.
بل لور ته د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د هرات–کندهار پر لویه لار د هلمند د ګرشک او واشېر ولسواليو ترمنځ په ټرافیکې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او درې ټپیان دي.