د هند وزیراعظم نریندرا مودي پر پاکستان تور پوری کړی چې د ترهګرۍله لارې د اسیا د بې ثباته کولو هڅي کوي.
نوموړي په یو تازه بیان کې ویلي چې پاکستان به په نړیواله توګهله انزوا ( یوازیتوب ) سره مخ شي.
وزیراعظم مودي تېره ورځ د خبرو پرمهال وویل، د پاکستان کړنې په هند ، بنګله دیش او افغانستان اغیز پرېباسي. بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د وزیراعظم نریند مودي دا تورونه بې بنیاده دي.