د لاسرسي ځای

تازه خبر

لواړګی: پر یو ګاډي له لیرې کنټرول بمي چاودنې یو تن ژوبل کړی


خیبر دره
خیبر دره

د خیبر انتظامي چارواکي نن غرمه د خیبر ایجنسۍ په لواړګي خوږه خېلو کې پر یو ګاډي باندې ریموټ کنټرول بمي چاودنې یو ۳۵ کلن ولي محمد ژوبل کړی او د هغه ګاډی یې زیانمن شوی دی.

چارواکي مشال راډیو ته ویلي چې په دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله ولي محمد له خپله کوره لواړګي بازار ته روان وو.

چارواکي وایي امنیتي ځواکونو دغه سیمه په خپله ولکه کې اخیستې ده او دپیښې پلټنې یې پیل کړي دي.

چارواکو د دغه پېښې د نوعیت په اړه لا څه نه دی ویلي او نه هم چا د دغې پیښې پړه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG