د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې افغان ځواکونو د ۳۰ تنو وسله والو وژلو ادعا کوي


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال د جمعې په سهار مشال راډیو ته وویل، افغان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ او بېګا په کوټ، نازیانو او حصارک ولسوالیو کې بمبارۍ کړې دي چې پکې څلور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې او پینځه پاکستاني وسله وال هم شامل دي. وسله والو ډلو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG