د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې اېن پي د کاشغر-ګوادر اقتصادي لارې اړولو ضد احتجاجونه پیلوي


د اې اېن پي مشر اسفنديار ولي خان
د اې اېن پي مشر اسفنديار ولي خان

عوامي نېشنل ګوند د چين ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې پرضد د اکتوبر په څلورمه نېټه په ټول پاکستان کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

د شورو/چارشنبې ورځ د اې اېن پي مشر اسفنديار ولي خان په پېښور کې يوې خبري غوندې ته په خپلو څرګندونو کې وويل چې په اقتصادي راهدارۍ کې دې پښتونخوا ته خپله برخه ورکړل شي.

د کاشغر - ګوادر اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه د ملتپاليو ګوندونو دريځ دی چې دوی پکې له پامه غورځول شوي دي او د پاکستان په وفاق کې واکمن مسلم ليګ(ن) حکومت د منصوبې لویه برخه پنجاب صوبې ته اړولې ده.

تر خبري غونډې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې اسفندیار خان وویل، هېڅ یو هېواد تر هغو پرمختګ نشي کولای چې لومړۍ یې له خپلو ګاونډیانو سره تعلق نه وشي ښه کړی.

اسفندیار: له ګاونډيو سره د ښه تعلق پرته پاکستان پرمختګ نشي کولای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

په پاکستان کې د پښتنو شناختي کارډونو بندېدو په اړه د اې اېن پي مشر وویل، د افغان نامه له کبله د پښتنوشناختي کارډونه بند کړل شوي دي. نوموړي د خبري غونډې مهال ناستو خلکو ته په اشاره وویل، په تاسو کې چې دلته څومره پښتانه ناست دي، تاسو راته ووایاست چې د قوم نوم مو څه دی؟ افغان دی که نه دی؟ اوس که [زه] افغان ولیکم، نو دوی وايي، نه، د دغه کس شناختي کارډ به نه جوړېږي. چې هېلري کلنټن ویلای شي چې [زه] ویاړلې ایرلېنډۍ امریکايۍ یم نو زه څنګه نشم ویلای چې [زه] افغان پاکستانی یم.

"دا مو ملک دی او هغه مو مورنۍ ټاټوبی دی."

د خدای روی ومنی چې پر دغه تفریق به تاسو خلک پوهه وی، چې زما د مورنۍ خاورې او وطن فرق څه دی؟

زه یو پاکستانی یم او زما په خیال تر دا نورو ښه پاکستانی یم.

اسفندیار خان په افغانستان کې د څه کم څلورو لسیزو جګړې ته په اشاره وویل، پرون چې ستاسو [پاکستان] ضرورت وو نو د دغه کډوالو (مهاجرینو) پلرونه او نیکونه تاسو [پاکستان] راوبلل، هارونه مو ور په غاړه کړل، روزنیز مزکونه مو ورته جوړ کړل. د جهاد لپاره مو افغانستان ته واستول.

د اې اېن پي مشر وویل، د دوی یواځنی ګوند دی چې د افغانستان جهاد مخالفت یې کاوه. نور هېچا نه کاوه. نن د هغه مجاهدینو زامنو، چې پلرونو یې ستاسو [پاکستان]په خاطر خپل سرونه وښندل، نن د هغه مجاهدینو زامن تاسو په پورېوهلو پورېوهلو باسی. تاسو پښتني دودونه پېژنئ؟ ستاسو کور ته چې یو مېلمه راشي نو یې داسې په پورېوهلو او ټېلوهلو له کوره باسئ. کوم داسې پښتون به وي چې خپله مېلمه په په زوره له خپله کوره وباسي.

یو طریقه وي یو نړیوال قانون وي.

دا اوس چې له شامه (سوریې) خلک اروپا ته کډه کېږي نو هلته یې پروړاندې د نړیوال قانون له مخې چلند کېږي. داسې خو نه کېږي لکه دلته [پاکستان]چې کېږي.

XS
SM
MD
LG