د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: له ګاونډيو سره د ښه تعلق پرته پاکستان پرمختګ نشي کولای


اسفندیار: له ګاونډيو سره د ښه تعلق پرته پاکستان پرمختګ نشي کولای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

عوامي نېشنل ګوند د چين ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې پرضد د اکتوبر په څلورمه نېټه په ټول پاکستان کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی. د شورو/چارشنبې ورځ د اې اېن پي مشر اسفنديار ولي خان په پېښور کې يوې خبري غوندې ته په خپلو څرګندونو کې وويل چې په اقتصادي راهدارۍ کې دې پښتونخوا ته خپله برخه ورکړل شي. د کاشغر - ګوادر اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه د ملتپاليو ګوندونو دريځ دی چې دوی پکې له پامه غورځول شوي دي او د پاکستان په وفاق کې واکمن مسلم ليګ (ن) حکومت د منصوبې لویه برخه پنجاب صوبې ته اړولې ده. تر خبري غونډې وروسته د مشال راډيو له خبریال خالد خان سره په خبرو کې اسفندیار خان وویل، هېڅ یو هېواد تر هغو پرمختګ نشي کولای چې لومړۍ یې له خپلو ګاونډیانو سره تعلق نه وشي ښه کړی.

XS
SM
MD
LG