د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې دوه اټالویان برمته شوي


د اټلي بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په لیبیا کې د خپلو دوو وګړو د برمته کیدو خبر ورکړی.

د دې وزارت یوه ویاند ویلي چې د پېښې تحقیقات کوي.

د اټلي خبري رسنۍ د لیبیا په یو جنوبي ښار کې د والي په وینا، ویلي چې دواړه اټالویان او یو کېنیډايي وګړی له خپل ګاډي سره د دې هیواد په سرحدي سیمو کې تښتول شوي دي.

رپوټونه وايي چې دواړو ايټالویانو د سیمې هوايي ډګر رغونې پر منصوبه کار کاوه. دغه منصوبه یوه اټالوي کمپنۍ پرمخ بیايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG