روسیه وايي د شام حکومتي ځواکونو د روسیې هوايی ځواک په ملاتړ د دې هېواد په لوی ښار حلب د مشکوکو ترهګرو حمله پرشا تمبولې ده.
د روسیې دفاع وزارت وویل، د سېشنبې ګهیځپه الشقیف سیمه کې د جګړی پر مهال ۴۰ بریدګر وژل شوي دي.
یاد وزارت وايي په دې جګړه کې د وسله والو یوشمېر ګاډي هم تباه کړل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ د شام پوځ د هغه اوربند تړون د ختمولو اعلان وکړ چې د روس او امریکا په منځګړیتوب په دغه هېواد کې له یوې اوونۍ راهیسې عملي شوی وو.
د روسیې پوځ وايي دا بې معنا ده چې د شام پوځ به د باغیانو بریدونو په وړاندې د ډزبندۍ په تړون یو اړخیز عمل کوي.
په عین حال کې امریکا په شام کې د دوشنبې په ورځ پر هغه برید غوسه ښودلې چې حلب ښار ته په انساني مرستو وړونکو شامي فعالینو شوی او پکې ۱۲ تنه وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم د دې پېښې پخلی کړی دی خو دا معلومه نه ده چې دغه بریدونه د کوم هېواد جنګي الوتکو ترسره کړي دي.