د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: افغان ځواکونه د ۳۳ داعشیانو وژلو ادعا کوي


افغان چارواکي ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش وسله والې ډلې ۳۳ تنه وژلي دي.

د دې ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي نن(سېشنبه) مشال راډیو ته وویل افغان ځواکونو بېګاه شپه په اچین او کوټ ولسوالیو کې د داعش په مرکزونو کامیاب هوايی بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه بریدونو کې عامو خلکو ته زیان نه دې رسیدلی.

داعش وسله والو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG