د کوټې او مردان وژل شویو وکیلانو لپاره د شوکدر وکیلانو دعا
د شوکدر (شوقدر) وکیلانو د کوټی او مردان د وژل شویو وکیلانو لپاره دعا وکړه، دوی وايي، پښتانه په اخترونو کې د خپل له غمجنو کورنیو سره غمرازي کوي، نو دوی هم د دغه دود پالنې له مخې د خپلو وژل شویو وکیلانو له کورنیو سره په غم کې شریک دي. د اګست په اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون کې ځانمرګي برید ۷۳ کسان ووژل او تر یو سل ډېر یې ژوبل کړي چې ډېری یې وکیلان ول. په مردان کې بیا د سیپټېمبر پر دویمه نېټه په کچارو کې یو ځانمرګي برید د درو وکیلانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل او ګڼ نور یې ژوبل کړل.