په داسې حال کې چې په شام کې اوربند تر ډېره ټینګ ښکاري، تمه ده چې دغه هېواد ته به بیړنۍ مرستې له ننه (چارشنبې) پیل شي. د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا د سېشنبې ورځ وویل، د دوشنبې په شپه د اوربند عمليکولو له اعلان راهیسې په تشدد کې تر ډېره کمی راغلی دی.
په شام کې د بشري حقونو څار ادارې چې مرکز یې په برتانیا کې دی، د یو راپور له مخې د هېواد په مختلفو برخو کې دحکومتي ځواکونو او یاغيانو لخوا ډیر لږ تشدد شوی دی خو څوک پکې نه دي وژل شوي.
دي میستورا وویل، باید د حلب په ګډون مختلفو سیمو ته د ملګرو ملتونو لخوا د مرستو رسد ډېر ژر ممکن شي.
په حلب کې اوس هم شاوخوا دوه نیمه لاکه خلک په یرغمل حالت کې دي.