د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار امنیه قوماندان مړی په کابل کې خاورو ته سپاري


د ننګرهار د امنیه قوماندان، زړور زاهد مړی به نن(سېنشبه) د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي،د زړور جنازه به ماسپښين د سردار محمد داود خان له روغتونه د ترخېلو ولسوالۍ ته ولېږدوله شي.

زړور زاهد ۴۱ کلن و او د یک شنبې په ورځ د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د افغانستان حکومت دا پېښه لویه ضایه بللې ده .

زړور زاهد لږترلږه ۲۳ کاله د افغانستان په ملي پولیسو کې کار کړی و.

هغه ننګرهار ته تر رسېدو مخکې د میدان وردګ او غزني د امنیه قوماندان په توګه کار کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG