د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هر اختر کې د پښتنو پر کور ویر او غم وي


په هر اختر کې د پښتنو پر کور ویر او غم وي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

د اګست میاشتې پر اتمه نېټه د کوټې ښار په لوی روغتون کې د ځانمرګي برید پېښې نه یوازې د دغه ښار بلکې د ټولې صوبې اختر ورپیکه کړی دی. اکثریت وګړي اختر په سادګۍ لمانځي. هغې خونړۍ پېښې ۷۳ کسان وژلي او تر ۱۰۰ زیات یې ټپیان کړي ول چې اکثریت یې وکیلان ول. په هغوی کې یو ځوان وکیل داود کاسی هم شامل وو. نوموړی د کوټي یو نامتو ډاکټر مالک کاسي مشر زوی وو. د مشال راډيو خبریال د اختر په ورځ د هغوی کور ته ورغلی له ډاکټرمالک کاسي او د وژل شوي وکیل داود کاسي له یوه ورور سره یې خبرې کړې دي. ډاکټر کاسی وايي، د وژل شویو وکیلانو کورنیو ته یې ځمکه په نامه کړې او غواړي چې د وژل شویو وکیلانو په نامه یو کالج هم جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG