د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکااو روس په شام کې پر اوربند موافقه وکړه


امریکا او روس د دې لپاره پر یو پلان سلا شوي دي چې په شام کې یو نوی اوربند رامنځ ته کړي او د سولې د پروسې بنیاد کښېږدي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په جنېوا کې د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګی لاوروف سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.

جان کېري وویل،دی باور لري چې که ټولو غاړو په وفادارۍ دا اوربند وکړ نو په شام کې به جګړه ودرېږي او دا به د بدلون لپاره یو مهم پړاو وګرځي.

نوموړی ویل، امریکا او روس د یو داسې پلان اعلان کوي کوم چې هیله ده، په شام کې تشدد کم کړي،مشکلات اسان کړي او د امن او سیاسي واک انتقال لپاره به د خبرو اترو بهیر بیا پیل ته لاره هواره کړي.

جان کېري زیاته کړه چې روس دا توان لري چې د شام پر ولسمشر بشارالاسد فشار واچوي چې د امن لپاره د خبرو اترو مېز ته راشي.

دا اوربند به د سپټمبر د دولسمې له لمر پرېوتو سره پیل شي.

نوموړي دا هم وویل چې که چېري دې اوربند یوه اونۍ دوام وکړ نو امریکا او روس به په ګډه له القاعده سره د تړلې ډلې النصره او داعش پر ضد د عملیاتو تیاري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG