د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان و منځنۍ اسیا ته پاکستانی ټرانزیټ بندوي


که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا کومه نوې خبره نه ده خو دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د ټرانزیت په برخه کې د پاکستان د نه همکارۍ په متقابل غبرګون کې منځنۍ اسیا ته د پاکستانيو توکیو لېږدولو د مخنیوي خبره کوي.

د ارګ ماڼۍ وايي، دا چې پاکستان د ټرانزیټ په برخه کې افغانستان ته ستونزې جوړوي دوی هم په له خپله لوري ورته ګام اخلي او منځنۍ اسیا ته له خپلې خاورې د پاکستانو توکیو لېږدول بندوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل دا چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه ورنه کړه چې د واګې بندر لارې خپل توکي انتقال کړي دوی هم دغه اقدام کوي.

مرتضوي: پاکستان د سولې او ټرانزیت په برخه کې همکاري نه کوي.
مرتضوي: پاکستان د سولې او ټرانزیت په برخه کې همکاري نه کوي.

هغه زیاته کړه:

"له هغې وروسته چې پاکستان د نورو ټرانزیټي ستونزو سره سره د واګې له بندر څخه افغان سوداګرو ته د توکو دانتقال اجازه ورنه کړه، نو د افغانستان حکومت هم متقابل غبرګون کې د پاکستان سوداګریزو لاریو ته چې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته ځي د تګ اجازه نه ورکوي."

د پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیې له ځانګړي استازي اوین جینکینس سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې په برخه کې له افغان حکومت سره هیڅ ډول همکاري نه ده کړې.

ښاغلي غني همدا راز ویلي چې د ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان د نه همکارۍ له کبله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی نو ځکه افغان حکومت هم په متقابل غبرګون فکر کوي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه نصرالله ستانکزی

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه نصرالله ستانکزی وايي که څه هم پاکستان د نړیوالو ترسخت فشار لاندې دی خو منځنۍ اسیا ته به یې د توکو د انتقال مخنیوی د دې لامل شي چې تر ډېره د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

هغه زیاته کړه:

"پاکستان غواړي مرکزي اسیا د یوه اقتصادي ستراتیژیک هدف په توګه د افغانستان له لارې و کاروي، کېدای شي دغه اقدامات پر پاکستان لازم فشار راوړي په تېره بیا چې پاکستان اوس د نړیوالو تر ځانګړو فشارونو لاندې دی دا فشار هم کولای شي د پاکستان د لاسوهنو مخه ونیسي."

ښاغلی ستانکزی وايي، افغان حکومت باید له موقع څخه په استفادې او د با تدبیره سیاست په کارولو سره پاکستان دې ته مجبور کړي چې په افغانستان کې لاس وهنې بندې کړي.

پاکستان دا مهال خپل بېلابېل توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیاته انتقالوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG