د روزګان ولایتي چارواکو په مرکز ترینکوټ کې له ۷۰ څخه د زیاتو وسله والو وژنې دعوه کړې.
د روزګان امنیه قومندان جنرال محمد ویس صمیم بېګا مشال راډیو ته وویل، تېره ورځ وسله والو پر ترینکوټ برید وکړ.
د ده په خبره، تر نښتو وروسته وسله وال له ولایتي مرکزه شاوخوا سیمو ته وتښتېدل. ده وویل، په وژل شویو کې یو شمېر قومندانان هم شامل دي.
صمیم وویل، د ترینکوټ امنیتي وضعیت اوس ښه دی. وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ویلي.