د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م په افغانستان کې جګړه ځپلي ارزوي


د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د مشر مرستیال سټیفن اوبراین نن سېشنبه افغانستان ته رسېږي او هلته به پر بشري وضیعت د اوږد مهالې جګړې اغېزې او د زیاتېدونکیو بشري اړتیاوو لپاره د چمتوالي هڅې له نږدې و ارزوي .

د ملګرو ملتونو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ښاغلی اوبراین به افغانستان ته د خپل دې دوه ورځني سفر په ترڅ کې له بې ځایه شویو کډوالو ، لوړ پوړیو حکومتي چارواکیو او بشري فعالانو سره وګوري .

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د جګړو له وجې دولس لاکه وګړي په هېواد دننه کډوال شوي دي.

دا اداره همدارنګه اټکل کوي چې د سږ کال تر پایه به افغانستان ته د ستنېدونکیو او په هېواد دننه افغان کډوالو شمېر نور زیات شي چې دا به په راتلونکې ژمي کې دغه هېواد له لوی مشکل سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG