د افغانستان دفاع وزارت وایې د هېواد په بیلابیلو برخو کې د یوشمیر تصفیوي عملیاتو پرمهال ۴۷ وسله وال وژل شوي دي.
د دغه وزارت لخوا نن په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې داعملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار غزني، پکتیا ، پکتیکا، خوست، کندهار،ارزګان او یو شمیر نورو ولایتونو کې ترسره شوې دي.
دفاع وزارت وایې د دغو عملیاتو پرمهال د ملي اردو شپږ سرتیري هم وژل شوي دي.
افغان ځواکونو تردې وړاندې هم د هېواد په بیلابیلو برخو کې عملیات ترسره کړي دي.